CRI Online

د چين د جيانګ شي ولايت په لي دي کلي کې د کرکيلي او د حيواناتو روزلو چارو له امله د ځايي وګړيو ژوند ښه شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 16:48:48

د چين د جيانګ شي ولايت په لي دي کلي کې د کرکيلي او د حيواناتو روزلو چارو له امله د ځايي وګړيو ژوند ښه شوی دی

د چين د جيانګ شي ولايت د شه چنګ ولسوالۍ په لي دي کلي کې د کرکيلي او د حيواناتو روزلو يو ځانګړی فارم شته. له دې سيمې شاوخوا غرونه راچاپېره دي، پاکه هوا لري، د غره په لمن کې چرګې او چرګان ګرځي او د هيليو اوازونه اورېدل کېږي.

دوه کاله مخکې دلته يوازې شاړه ځمکه ليدل کېده. څرنګه چې دغه کلی ګوښه او ليرې پروت دی، ډېری اوسېدونکي يې د کار او روزګار لپاره نورو سيمو ته تللي او لسګونه کالونه کيږي چې کرهڼيزې ځمکې يې شاړې پاتې دي. د ځايي اوسېدونکو په اند، دغه ګوښه او ليرې پرته سيمه د پانګونې د جلبولو توان نه لري، خو د ګاو تيان په نوم د کرهڼيزو چارو د تکنالوژۍ شرکت مشر وو جين ون په راتلو سره د دې کلي بڼه تر ډېرې اندازې پورې بدله شوې ده.

ښاغلي وو جين ون زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، هغه غواړي په لي دي کلي کې خپلو هیلو ته ورسیږي. ده وويل

((په دې سيمه کې د ورځې او شپې ترمنځ تودوالی لوی توپير لري او لږ ځمکني چينجي ليدل کېږي. ما غوښتل، چې د کرکيلي او د حيواناتو روزلو داسې چارې ترسره کړم، چې غضوي سره ورته اچول کېږي، نو بیا مې دغه سيمه انتخاب کړه. ))

ښاغلي وو جين ون وويل، دغه هيله يې په استراليا کې د ژوند کولو په موده کې ورسره پيدا شوه، د ده په اند، د استراليا د خوراکي توکو د توليد تجربې د زده کړې وړ دي.

نوموړی وروسته خپل ټاټوبي جيانګ شي ولايت ته ستون شو، هغه د څېړنو لپاره ډېرو سيمو ته سفرونه کړي او په اخر کې يې لي دي کلی انتخاب کړی دی. دغه کلی د سمندر له سطحې څخه ۸۰۰ متره جګوالی لري او د کرکيلي چارو د پرمختګ لپاره ښه طبعي شرايط لري. ښاغلي وو جين ون او همکارانو يې پلان درلود، چې د کرکيلي او د حيواناتو روزلو لپاره ۳۶ ميليونه يوانه پانګونه وکړي. په ۲۰۱۷ کال کې دوی د لي دي کلي له مسئول سره اړوند تړون لاسليک کړ او د کرکيلي او د حيواناتو روزلو چارو په اړه يې یوه اډه جوړه کړه. په همدغه کال کې لي دي کلی د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کليدي موده کې و او ځايي حکومت د پانګونې ډېر هرکلی وکړ او اړوندو چارو ته يې ډېرې پاملرنې وکړې. د لي دي کلي د ګوندي کمېټې مشر چن يونګ جين زموږ خبريال ته وويل

(( د شه چنګ ولسوالۍ د ګوندي کمېټې رئيس د کرهڼيزو چارو او د اوبو لګولو په اړه څو ارګانونه ترتيب کړي، چې زموږ له کلي څخه ليدنې وکړې او د ښاغلي وو جين ون له چارو سره يې ډېرې مرستې کړې دي، د مثال په توګه، د کرهڼيزو ځمکو په سيمه کې يې د برق تر لاسه کولو مسئله حل کړې ده.))

د وو جين ون شرکت لومړۍ پروژه د وريجو کرل وو، چې غضوي سره به يې پکې کاروله. دغه وريجې د (شه چنګ ګونګ مي) په نوم يادېږي. په لومړۍ پړاو کې يې د شلو هېکتارو په پراخوالي ځمکې کې وريجې وکرلې او ټولټال څه نا څه ۸ زره کيلوګرام وريجې يې تر لاسه کړلې او په هر ۵۰ کيلوګرامو وريجو کې ۱۵ کيلوګرامه وريجې يې باکيفيته وې. دغه وريجې د مسلکي ادارې له ازموينې څخه بريالۍ ووتلې او د اروپايي ټولنې له اړوند معيار سره يې سمون درلود او د صادرېدو اجازه يې ورته ورکړه.

د وو جين ون شرکت کارکوونکو د وريجو پر کرکيلي سربيره، په شاړو ځمکو کې يې واښه، شولې هم کرلې دي او څه دپاسه لس زره چرګان او هيلۍ يې ساتلي چې په طبيعي توګه لوېيږي.

د وو جين ون د یادې اډې له امله د ځايي اوسېدونکو د ژوند سويه لوړه شوې ده. شاوخوا ۳۰۰ بېوزله کورنۍ د ده په يادو چارو کې برخه لري او د هرې کورنۍ کلني عايدات ۱۵ زره يوان زيات شوي دي. وو جين ون خبريال ته وويل، په راتلونکي کې به د ده په اډه کې د کرکيلي، د حيواناتو روزلو او د سيلانۍ چارې په ګډه پرمختګ ومومي او ځايي اوسېدونکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای