CRI Online

شي جين پينګ د چين د پسرلني اختر نه مخکې په يون نان ولايت کې له ميشتو چيني پوځيانو څخه د حال او احوال پوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 21:23:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د پسرلني اختر د رارسېدو نه مخکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جنوري په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه په يون نان ولايت کې له ميشتو چيني پوځيانو څخه د دوی د حال او احول پوښتنه وکړه او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د مرکزي پوځي کميټې په استازيتوب يې د ازادي بښونکي پوځ لاښوونکو،د وسله والو پوليسو افسرانو او سرتيرو او مليېشو ته د پسرلني اختر مبارکي وويله او نيکې هيلې يې وړاندې کړې.

د جنوري د ۱۹مې نيټې د مازديګر په شپږو بجو رئيس شي جين پينګ د چين جنوب لويديځ سرحدي دفاعي کمپ ته ورغی او د سرتيرو په ليليه کې يې د دوی د کارونو او ژوند په باب معلومات تر لاسه کړل.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای