د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په دياو يو تای ملي مېلمستون کې د دغه وزارت په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال د نوي کال په مناسبت مېلمستيا تر سره کړه. په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفارتونو ډيپلوماتانو او د نړيوالو سازمانونو استازو او د دوی مېرمنو او د چين د اړوندو څانګو مسئولينو په دې مېلمستيا کې ګډون کړی و.
وانګ يي په دغه مېلمستيا په خپله وينا کې وويل، چې ۲۰۲۰ کال د چين لپاره مهم تاريخي ارزښت لري. د چين په بهرنيو چارو کې به د شي جين پينګ د ديپلوماتيکې مفکورې پلې کولو ته دوام ورکول شي، د سوله ييز پرمختګ پر لارې به ټينګار وشي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې بيرغ به پورته شي، چين به په مداومه توګه د نړيوالې سولې د ابادوونکي، د نړيوال پرمختګ د خدمت کوونکي او د نړيوال نظام د ساتونکي رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |