CRI Online

د پيسو نړيوال صندوق د ۲۰۲۰ کال د چين د اقتصادي پرمختګ اټکل لوړ وښود

cri     (GMT+08:00) 2020-01-21 09:52:09

د پيسو نړيوال صندوق د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د سويس په داوس کې (( د نړيوال اقتصاد راتلونکي حالت )) راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخې، د روان کال د چين د اقتصادي پرمختګ اټکل د تېر کال د اکتوبر له ٪۵.۸ څخه ٪۶ ته لوړ شوی.

په ياد راپور کې اټکل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د چين د اقتصادي پرمختګ انډول او د ۲۰۲۰ کال د چين د اقتصادي پرمختګ انډول په جلا جلا توګه ٪ ۶ او ٪ ۵.۸ دی. که څه هم د چين د اقتصادي پرمختګ اټکل لوړ شوی، خو نړيوال اقتصادي اټکل ټيټ شوی. د اټکل له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ انډول ٪ ۲.۹ و او په روان او راتلونکي کال کې به ٪ ۳.۳ او ٪ ۳.۴ وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای