د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له خوا د خپور شوي راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې چين ۱۴۰ مليارډه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګې جلب کړې دي، نو چين لا هم په نړۍ کې د بهرنيو پانګو دوهم لوی جلبونونکی هېواد دی.
په ياد راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د پرمختللو هېوادونو له خوا د جلب شويو بهرنيو پانګو ارزښت ۶۴۳ مليارډه امريکا يي ډالره و او د پخوا په پرتله ٪۶ ټيټ شوی. پرمختيايي هېوادونو ته د جلب شوو بهرنيو پانګو ارزښت شاو خوا ۶۹۵ مليارډه امريکايي ډالره و. امريکا ۲۵۱ مليارډه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګې جلب کړې چې دغه هېواد لا هم په نړۍ کې د بهرنيو پانګو لومړی لوی جلبوونکی هېواد دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |