د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيرګي ريابکوف د جنورۍ په ۲۰مه نېټه له ايران څخه وغوښتل چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د وتلو بې دقته عمل و نه کړي.
نوموړي په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې تهران تل د دې مسئلې په اړه د روسيې په دريځ پوهيږي، د روسيې په اند دغه تړون د نړيوال امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د مهم ارزښت لرونکی دی.
د ايران د حکومتي اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د جنورۍ په ۲۰مه نېټه وويل، چې که اروپايي هېوادونه د م م د امنيت شورا بحث ته د ايران اټومي مسئله وړاندې کړي، ايران به د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه ووځي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |