CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کليزې د لمانځنې په مناسبت يو شمېر فعاليتونه تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2020-01-21 11:16:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۶۵مې کليزې د لمانځنې په مناسبت يو شمېر فعاليتونه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې تر سره شول.

د جنورۍ د ۱۹مې نېټې په شپه د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کليزې د لمانځنې مېلمستيا او د انځورونو نندارتون د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې تر سره شو چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو، د کارپوهانو ټولنې او مسلکي ډلو د استازو او د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو د ډيپلوماتانو په شمول شاو خوا سل تنو په دغه مېلمستيا او نندارتون کې ګډون کړی و.

په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو په مېلمستيا کې په خپله وينا کې وويل، چې له تېرو ۶۵ کلونو څخه ښکاري چې دوستي او همکاري تل د چين او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې عمده اصل دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تل پاتې، جامعيت او ثبات ځانګړتياوې لري او د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه نمونه بلل کيږي. د دواړو هواوو ترمنځ همکاريز فرصتونه ډېر دي او ځلانده راتلونکې لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ميرويس ناب په مېلمستيا کې وويل، چې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې لرغونی تاريخ لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو وروسته د دواړو خواوو پخوانيو مشرانو يو د بل له هېواد څخه ليدنې وکړې او نژدې تګ راتګ يې وکړ. افغانستان له چين څخه مننه کوي چې د افغان مسئلو په اړه د افغانستان له دريځ څخه ملاتړ کوي. افغانستان هيله لري چې د اقتصاد او سوداګرۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له چين سره لا ژورې همکارۍ وکړي.

د جنورۍ د ۱۹مې نېټې په سهار د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کليزې د لمانځنې په اړه مباحثوي غونډه د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې تر سره شوه چې نژدې سلو کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د تاريخ، اوسني وضعيت او راتلونکي په اړه بحثونه وکړل.

 

په مباحثوي غونډه کې

په مباحثوي غونډه کې

د انځورونو په نندارتون کې

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای