CRI Online

شي جين پينګ د پسرلني اختر په مناسبت د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته نيکې هيلې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-21 11:30:17

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې له يون نان ولايت څخه د ليدنې په حال کې دی، د جنورۍ د ۲۰مې نېټې له غرمې وروسته د دې ولايت د کون مينګ ښار د نړيوال نندارتون په مرکز کې د پسرلني اختر په مناسبت د مالونو د عرضې او د کورنيو او بهرنيو توليداتو د خرڅلاو حالت په اړه معلومات تر لاسه کړل او له ځايي خلکو سره يې خبرې وکړې او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته يې د پسرلني اختر په مناسب نيکې هيلې وړاندې کړې.

هغه وويل، چې د نوي کال پسرلنی اختر رارسيږي، د هېواد ټولو خلکو، د هانکانګ، مکاو او تايوان وطنوالو او په بهرنيو هېوادونو کې ميشتو چينايانو ته يې د دې اختر په مناسبت نيکې هيلې وړاندې کړې. هيله لرم چې په نوي کال کې زموږ په هېواد کې ټولې چارې بريالۍ شي، له حياتي ځواک او انرژۍ څخه ډکې وي او سمسورې او ارامه وي. د ټولو د برياليتوب او خوشحالۍ په هيله! د ټولو د ښې روغتيا، نيکمرغه ژوند او بريالو چارو په هيله !

 

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای