CRI Online

د شينجيانګ په پيزياوټ ولسوالۍ کې زلزله ځپلي کسان په خوندي ځايونو کې ځای پر ځای شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-21 11:41:21

د روانې مياشتې تر شلمې نيټې پورې د چين د شينجيانګ د کاشغر په پيزياوټ ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه د شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له امله يو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. اوس ۴۸۲۷ زلزله ځپلي کسان  ځای پر ځای شوي دي.

په همدې ورځ د چين د ماليې وزارت او د بېړنيو حالاتو ادارې د ناورين ځپلو کسانو د ژغورنې لپاره شينجيانګ ته دېرش مليونه يوانه ور کړل.د چين د بېړنيو حالاتو ادارې د چين د غلودانو او مالونو د زيرمې له ادارې څخه پنځه زره خيمې، پنځه زره بسترې،لس زره بړستنې او شل زره ګرمې جامې زلزله ځيلو سيمو ته ليږدولي دي.(غاټول)

په درېيو خوندي ځايونو کې اخيستل شوي عمکسونه

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای