CRI Online

ولی نړيوال د داوس فورم يادوي ؟

cri     (GMT+08:00) 2020-01-21 11:53:31

د ۲۰۲۰ کال نړيوال اقتصادي فورم به ژر د سويس په داوس کې تر سره شي.خو نړيوال لاهم د دې فورم په کلنۍ غونډه کې چې درې کاله مخکې تر سره شوې وه، د رئيس شي جين پينګ وينا يادوي او په تېرو دريو کلونو کې د نړيوال کېدو په هکله د چين او نورو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ستايي

درې کاله دمخه تر نړيوال پولي بحران وروسته نړيوال اقتصاد د تنظيمېدو په حال کې و ،خو پرمختيايي خوځنده ځواک يې کمزوری و چې له امله يې شتمن کسان لاپسې شتمن شول او بې وزله کسان نور هم بې وزله شول.له دې سره هممهاله سيمه ييزې شخړې رامنځته شوي او د ترهګرۍ او د کډوالو په شمول نړيوالې مسئلې او ننګونې ډېرې شوې وې.د ځينو شخصيتونو په اند د دغو مسئلو د رامنځته کېدو لامل د اقتصاد نړيوال کېدل دي. په دې هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په ياده کلنۍ غونډه کې وويل چې د يادو نړيوالو مسئلو د رامنځته کېدو پړه د اقتصاد پر نړيوال کېدو اچول شوې چې دا له حقيقتونو سره سمون نه لري بلکې د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره ګټوره نه ده. هغه دې ته په اشارې سره وويل چې د اقتصاد د نړيوال کېدو له امله د اړوندو فرصتونو او ننګونو پر وړاندې دا د مختلفو هېوادونو لپاره سم غوراوی دی چې په پوره توګه له هر فرصت څخه استفاده وکړي،د همکارۍ له لارې دې له هر ډول ننګونو سره مقابله وکړي او د اقتصاد نړيوال کېدو پرمختيايي لوري ته د پرمختګ لاره برابره کړي.

له درېيو کلونو راهيسې د دې افکارو تر لارښوونې لاندې چين له خپلو همکارانو سره د نړيوال کېدو بهير ټينګ ساتلی او د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته يې لاره برابره کړې ده. له دې څخه ښکاري چې چين نه يوازې د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ګټه اخيستونکی بلکې په دې برخه کې خدمت کوونکی هم دی.

له درېيو کلونو راهيسې چين د ورخلاصون د پراخوالي له لارې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او له نورو هېوادونو سره يې پرمختيايي فرصتونه او ګټې شريکې کړي تر څو د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه وموندل شي.

په عين وخت کې د چين حکومت د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ او د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د جوړونې له لارې له نورو هېوادونو سره همکارۍ پراخې کړې دي. تر اوسه څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. سربېره پردې د تېرو دوو دورو په نړيوالو وارداتي نندارتونونو کې د ۱۲۹ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اړوند سوداګريز تړونونه هم لاسليک شوي چې له امله يې د نړيوالو تخنيکونو، خدمتونو، توليداتو او د چين د لوي بازار ترمنځ د نښلېدو له لارې نړيوال اقتصاد پرمختګ کړی دی. په دې وروستيو ورځو کې د نړيوال بانک پخواني اقتصادپوه او د کينيا کارپوه موانجي واچيرا زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين د خپلو رښتينو کړنو د تر سره کولو له لارې له ازادې سوداګرۍ او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ټينګ ملاتړ کړی چې ور څخه د يوه لوی مسئولانه هېواد په توګه د چين ځاني باور او مسئوليت څرګنديږي.

درې کاله دمخه رئيس شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې د نړيوال اقتصاد بنسټيزه مسئله پرمختيايي کمزورتيا ده، نو نوښت د پرمختګ د لارښوونې لومړی خوځنده ځواک دی . له دريو کلونو راهيسې د چين د نوښت په برکت د نړيوال اقتصاد لپاره پرمختيايي خوځنده ځواک زيات شوی دی. د پوهنې د ملکيت حق نړيوال سازمان د ۲۰۱۹ کال د نړيوال نوښت د ګراف په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې چين په دې برخه کې څوارلسم مقام نيولی چې په تېرو څلورو کلونو کې يې پر له پسې مقام لوړ شوی دی.

په تېرو دريو کلونو کې د چين حکومت د خپلو رښتينو کړنو له لارې د اقتصاد د نړيوال کېدو پرمختيايي لوري ته لارښوونه کړې ، نو نړيوال د روانې دورې په کلنۍ غونډه کې د چين څرګندونو ته تمه لري.د نړيوال اقتصادي فورم د نړيوالې اجنډا عمومي مدير سيباستيان بوکوپ په خپلو خبرو کې وويل چې چين به په سږني فورم کې د دواملرونکي پرمختګ، تخنيکونو او اقتصادي پرمختګ په شمول د دريو برخو په بحثونو کې لامهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای