د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د سويس په داووس کې د ۲۰۲۰ کال د نړيوال اقتصادي مجمعې کلنۍ ناسته تر سره شوه. د نړيوال کيدو د بهير وضعيت د يادې ناستې مهمه موضوع ده. هماغه ډول چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په درې کاله پخوا د يوې وينا پر مهال ټينګار وکړ چې په قصدي توګه د سرمايې، ټکنالوژۍ، محصولاتو او انساني ځواک پرې کېدل او له يوه لوی سمندر څخه يوې وړې دريا چې يا سيند ته د نړيوال اقتصاد راګرځول نا ممکن دي.
بېرته شا ته د نړيوال اقتصادي بهير ګرځېدو مستقيم لامل، د سودا او د اقتصاد د نړيوال کېدو د ګټو نا انډول ويش دي او د دې اصلي لامل هم نړيوال اقتصاد د ودې د خوځنده ځواک کمود، د نړيوال اقتصاد ځوړتيا او په دې برخه کې د مخ پروده او پرمختللو هېوادونو پر وړاندې فشارونه دي.
دري کاله مخکې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د يادې مسئلې د حلولو لايحه وړاندې کړه چې نوښتونه دې زيات شي، پر همکارۍ دې ټينګار وشي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې د همکاريو لارې چارې جوړ شي، عادلانه او معقول ادارې چوکاټ دې جوړ شي، په برابره توګه دې ټولو ته د اسانتياوو برابرولو سيستم جوړ شي. دغه لايحه تر اوسه لارښوونکی رول لوبوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |