CRI Online

د چين استازی: د فلسطين مسئله يوازې په سياسي لارو چارو حل کېدا شي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 10:01:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، چې د فلسطين مسئله يوازې په سياسي لارو چارو حل کېدای شي. د زور زياتۍ په مقابل کې د زور استعمال او زور ښودنه او اخطار ورکول ښه نتيجه نه شي درلودلی.

نوموړي په همدې ورځ د منځني ختيځ د حالاتو او د فلسطين مسئلې په اړه د م م د امنيت شورا په يوه مباحثوي غونډه کې وويل، چين اړوندې خواوې هڅوي چې په ورته لوري ته دې ګامونه پورته کړي، له پوځي عملياتو څخه دې لاس واخلي، لمسوونکې څرګندونې دې بندې کړي، اعتماد زيانمنوونکی او يواړخيز عمل دې نه کوي، د ترينګلي سيمه ييز وضعيت له سختوالي څخه دې ډډه وکړي، د منځني ختيځ د سولې بهير بنسټ دې وساتي او د خبرو اترو د بيا پيل لپاره دې ګټور شرايط جوړ کړي.

جانګ جون پر دې ټينګار وکړ چې د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې يوازېنۍ مناسبه لار ده. د يو خپلواک هېواد جوړونه د فلسطينيانو نه محرومېدوونکی ملي حق دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای