CRI Online

د روسيې نوی حکومت جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 13:35:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د ولسمشر حکم په لاسليکولو د روسيې د واک پلې کوونکو ارګانونو چوکاټ تائيد کړ او د مرستيال صدراعظمانو او وزيرانو په شمول د نوې کابينې غړي يې وټاکل.

د دغه هېواد د ۲۱ وزيرانو لېست په دغه ولسمشر حکم کې خپور شوی چې د اقتصادي پرمختګ ، ماليې، کارګرو او ټولنيز ضمانت وزيرانو په شمول نيمايي وزيران بدل شوي او د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف، د ملي دفاع وزير سيرګي شويګو او د انرژۍ وزير ډينيس نواک په خپله څوکۍ کې پاتې شوي.

د کريملين ماڼۍ د ويبپاڼې د خبر له مخې، پوتين په همدې ورځ د نوي حکومت له غړو سره په کتنه کې وويل، چې د خلکو د عاممه ګټو لوړوالی، د دولتي نظام پياوړتيا او په نړۍ کې د روسيې د مقام کلکوالی د نوي حکومت پر غاړه ډېرې مهمې دندې دي.

(ياسمين)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای