CRI Online

د عراق کې په لاريونونو کې ۱۰ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 13:37:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د پارلمان په اړه د بشري حقونو کمېټې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد په پلازمينه بغداد او نورو سيمو کې د لاريونونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۵۹ ټپيان دي.

د نوموړې کمېټې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د جنورۍ له ۱۹مې نېټې راپدېخوا په بغداد،بصره او کربلا کې د امنيتي پوځونو او لاريون کوونکو ترمنځ شخړې شوې چې له امله يې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵۹ تنه ټپيان دي.

د ۲۰۱۹ کال له اکتوبر راهيسې د عراق په زياتو سيمو کې په حکومت کې د فساد، کمزورو خدمتونو او د بې کارۍ د لوړ انډول پر ضد لاريونونه رامنځته شوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای