CRI Online

د امريکا د سنا مجلس د ډونالډ ټرمپ د استيضاح قضيې په سپيناوي پيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 13:39:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سنا مجلس د جنورۍ د ۲۱مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح قضيې په سپيناوي پيل وکړ. د دغې قضيې د سپيناوي بهير د مسودې په اړه بحث او رايګري د همدې ورځې مرکزي کار و.

د جمهوريت غوښتونکي ګوند د مشر ميتچ مکونيل له خوا د وړاندې شوې مسودې له مخې، د استيضاح قضيې د سپيناوي په بهير کې د قضيې په اړه بيان، د متقابلو پوښتنو او د نورو زياتو شاهدانو او شهادتونو د راغونډولو په اړه د سنا مجلس د رايګرۍ په شمول پړاوونه شامل دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای