د ۲۰۲۰ کال د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې د سويس په داوس کې روانه ده. د نوموړي فورم رئيس بورګ بريندي د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې چين له اقليمي بدلون سره د مبارزې او د دواملرونکي پرمختګ په برخو کې په مناسب لوري تګ کوي.
د بريندي په اند که څه هم د کاربن د ايستنې کمول د چين لپاره لويه ننګونه ده، خو چين د پاريس تړون د پلي کولو په موخه د اقتصادي پرمختګ او د کاربن د ايستنې ترمنځ د اړيکو د پرې کولو په هڅه کې دی، تر څو د کاربن د ايستنې اندازه ثابته کړي او ګام په ګام يې کمه کړي.
نوموړي د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د دواملرونکي پرمختګ د رامنځته کولو لپاره د چين کوښښونه وستايل. هغه د چيني مشر له دې مفکورې سره موافقه څرګنده کړه چې اقتصادي پرمختګ دې چاپيريال په بيه نه تر سره کيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |