د غلو دانو نړيوال پروګرام اجرائيوي منشي ډويد بېسلي په دې وروستيو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، چين د بېوزلۍ او لوږې د له منځه وړلو په برخو کې لوی پرمختګ تر لاسه کړی او په راتلونکي کې به د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريز چوکاټ له لارې د نړۍ د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مثبت رول ولوبوي.
بېسلي وويل، چې په تېرو ۵ کلونو کې په چين کې د بېوزلو کسانو شمېر د ټيټوالی اندازه له دوو ثلثو څخه اوښتې ده . له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د چين د بېوزلو کسانو نيمه برخه کمه شوې ده.
نوموړی باور لري چې چين به په مداومه توګه فعال رول ولوبوي او لا نور زيات کسان به د چين له تجربو او پوهنو څخه ګټې واخلي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |