CRI Online

د چيني تصديو اجرائيوي مشران د ۲۰۲۰ کال د تصديو د پرمختګ په اړه باوري دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 16:16:23

د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې د پيل په درشل کې PwCشرکت  د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د يوې پلټنې نتيجه خپره کړه او له مخې يې د نړۍ په عمده اقتصادي ځواکونو کې د چيني تصديو اجرائيوي مشران په راتلونکي يو کال کې د خپل شرکت د پرمختګ په اړه ټينګ باور لري.

په ياده پلټنه کې د نړۍ د ۸۰ هېوادونو او سيمو د تصديو له نژدې ۱۶۰۰ اجرائيوي مشرانو څخه پوښتنې شوې. د دې پلټنې له مخې، په چين کې د ٪ ۴۵ تصديو اجرائيوي مشران په ۲۰۲۰ کال کې د خپلو تصديو د پرمختګ په اړه پوره باور لري. په امريکا، کاناډا او جرمني کې دغه انډول په جلا جلا توګه ٪ ۳۶، ٪ ۲۷ او ٪۲۰ دی.

(ياسمين)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای