CRI Online

چين د نوي ډول کورونا ويروس له سکاروي ناروغۍ سره د مبارزې په هڅه کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 16:19:08

په دې وروستيو کې د هو بۍ ولايت د وو هان ښار په شمول د چين په زياتو سيمو کې د نوي ډول کورونا ويروساخته د سکاروي ناروغي پېښې رامنځته شوې. د چين حکومت او د بېلا بېلو سيمو او کچو اړوندې څانګې د خلکو د ژوند د امنيت او روغتيا او د ټولنې د عادي نظام د ساتلو لپاره فعال اغېزمن ګامونه پورته کړي او کوي يې.

د وو هان د روغتيا او طبي چارو کمېټې مرستيال مدير پنګ هو پنګ وويل، چې اوس په دغه ښار کې د دغو ناروغانو د منلو لپاره ۳ روغتونونه ټاکل شوي او په دغه ناروغۍ اخته شوي ناروغان وړيا معالجه تر لاسه کولی شي او سخت ناروغان د ځانګړې طبي ډلې خدمتونه تر لاسه کولی شي. هغه کسان چې له دغو ناروغانو سره يې تماس نيولی، په بېلا بېلې اندازې تر څارنې لاندې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای