CRI Online

چين له نوې ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې په برياليتوب باور لري

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 21:11:21

د چين د هوې بې ولايت په وو هان ښار کې په وروستې موده کې د نوي ډول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د خپرولو پيښه رامنځته شوه. د چين حکومت د خلکو د ژوند امنيت او بدني روغتيا ساتنې لپاره پر وخت په پرانيستې او شفافه توګه د دغې ساري ناروغۍ مخنيوي او کنټرول کوي او له نړيوالو سره همکارۍ کوي چې د هېواد په دننه او بهر کې د روغتيايي امنيت د ساتلو مسئوليت ساتي.

د تېر کال د دسمبر په ۳۰مه نېټه په وو هان ښار کې د دغې ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د چين حکومت په لومړي وخت کې د دغې ساري ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره ځانګړي کارکوونکي دغه ځای ته ورليږلی او يوازې يوه اونۍ کې يې موندلې چې د دغې ناروغۍ ويروس نوی ډول کورونا ويروس دی او په مناسب وخت کې يې ويروس پيژندلی. د چين حکومت د دغې ساري ناروغۍ په هکله په پرانيستې ډول مالومات خپاره کړی ، د روغتيا له نړيوال سازمان سره يې ټينګې همغږۍکړې او اړوندو هېوادونو، د چين هانکانګ، مکاو او تايوان ته يې د دغې ناروغۍ په اړه مالومات ورکړي دي.

چين په ۲۰۰۳ کال کې د سارس ناروغۍ د خپرېدو په وخت کې د ناڅاپه او نويو ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول سيستم جوړ کړی چې ډېرې تجربې لري. چين د ټولو خلکو د ملاتړ او خلاصوونکو نړيوالو همکاريو په اتکا له دغې ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې په د برياليتوب باور لری.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای