د چين د پسرلني اختر د رسېدو په درشل کې د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په ويډيو کې د دې اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
ګوټريس په ياده ويډيو کې په چيني او انګليسي ژبه دا جمله (( پسرلنی اختر مو مبارک شه!)) ويلې ده.
نوموړي ويلي، ۲۰۲۰ کال د م م د جوړېدوله ۷۵مې کليزې سره برابر دی او هم د دوامدار پرمختګ د لس کلن پلان لومړی کال دی، دوامدار پرمختګ له خلکو او نړۍ څخه هيله لري چې د نړيوالو ستونزو د حل او د ټولو خلکو د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
نوموړي په دغه ويډيويي پيغام کې له م م او څواړخيزتوب څخه د چين او چيني خلکو له ملاتړ څخه هم مننه کړې ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |