CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: چين پر وخت د کورونا ويروس د پېښې په اړه معلومات خپاره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 10:34:04

د روغتيا نړيوال سازمان منشي تيدروس ادهانوم غيبرييسوس د جنورۍ د ۲۲مې نېټې په شپه په ژنيو کې وويل، چې چين پر وخت د کورونا ويروس د ناروغۍ پېښې په اړه معلومات خپاره کړي او اړوند تدبيرونه يې نيولي دي چې له دې بهير څخه لوړ شفافيت څرګند شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په همدې ورځ د يوې بېړنۍ غونډې په جوړولو سره په دې هکله بحث وکړ چې ايا د نوموړي ويروس د ناروغۍ پېښه د عامې روغتيا په برخه کې د نړيوالو د پام وړ پېښې په توګه وپېژندل شي او که نه؟ نوموړي له يادې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان يوه ډله اوس په چين کې د ځايي کارپوهانو او چارواکو سره د همکارۍ په حال کې ده.

غيبرييسوس د يادې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د چيني اړوندو څانګو او د روغتيا نړيوال سازمان ترمنځ د همکارۍ په مناسبت له چين څخه مننه وکړه او د ده په اند د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د چيني مشرانو له خوا نيول شوي تدبيرونه مهم ارزښت لري، د چين لخوا خپاره شوي معلومات او اړوند تدبيرونه پر وخت شوي او دغه بهير ډېر شفاف دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای