CRI Online

په ۲۰۱۹ کال کې د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د عايداتو د زياتوالي انډول د پخوانيو دريو کلونو په پرتله لوړ و

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 10:35:38

په ۲۰۱۹ کال کې د چين د شينجيانګ په کليو کې د هر تن په سر منځني عايدات ۱۳۱۲۲ يوانو ته رسېدلي چې دا د ۲۰۱۸ کال په پرتله ٪ ۹.۶ زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې د همدې کال د پخوانيو دريو کلونو په پرتله لوړ دی. دغه معلومات د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د ۲۰۱۹ کال د شينجيانګ د ويغور کورواکې سيمې د اقتصادي حالت په اړه په مطبوعاتي غونډه کې خپاره شول.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په شينجيانګ کې زياتو پلې شوو امتيازي تګلارو د ښاري او کليوالو اوسېدونکو د عايداتو په زياتوالي کې اغېزمن رول لوبولی. د ښاري او کليوالو اوسېدونکو ترمنځ د عايداتو واټن کال په کال کميږي او د کموالي سرعت يې د چټکوالي په حال کې دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای