CRI Online

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 11:24:57

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د دې هېواد د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره وکتل، په دغه کتنه کې د چين سفارت د سياسي څانګې مشر جانګ لي جون هم ګډون درلود. دواړو خواوو د افغانستان د سولې او روغې جوړې د بهير په اړه د نظريو تبادله وکړه. سفير وانګ يو نوموړي ته (( د کنفوسيوس کيسې )) پښتو نسخه ډالۍ کړه او د چين د پسرلني اختر په مناسبت يې ورته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای