د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا مشرانو جرګې د جنورۍ د ۲۲مې نېټې په شپه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د تړون اړونده لايحه تصويب کړه. د روانې مياشتې په پای کې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو لپاره ټول قانوني چمتوالی نيول شوی دی.
د بريتانيا مشرانو جرګې په همدې ورځ د ولسي جرګې لخوا تعديل شوې لايحه تصويب کړه. دغه لايحه به د بريتانيا ملکې دوهمې اليزابېټ ته وړاندې شي.
د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن په همدې ورځ وويل، چې د يادې لايحې له تصويبېدو څخه څرګندېږي چې بريتانيا به د روانې مياشتې په ۳۱مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه ووزي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |