CRI Online

د چين په شيجيانګ کې د ملي ژبې د زده کړې تر څنګ د ملي لږکيو د ژبو درسونه ښه روان دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 11:41:26

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د کاشغر د پوهنې ادارې مشر اينيوار ابوليميت په دې وروستيو کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د شيجيانګ په ښوونځيو کې د چين د ښوونيز قانون سره سم تعليم په ملي ژبې تر سره او هم د ملي لږکيو د ژبو درسونه ښه روان دي.

ابوليميت وويل، چې د ملي ژبې ښوونه د زده کوونکو د زده کړې، کار او ژوند لپاره زمينې برابرولی شي. نوموړی وايي چې د شينجيانګ په ښوونځيو کې د اويغوري قوم، قزاقي قوم او مغولي قوم په شمول د ملي لږکيو د ژبو درسونه هم شتون لري چې له امله يې د قومي ژبو د زده کړې په اړه د ملي لږکيو د زده کوونکو حق تامين شوی او د ملي لږکيو د ژبو او کلتور خپرېدا او پرمختګ پياوړی شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې د امريکا نيويارک ټايمز په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې په شينجيانګ کې د ملي ژبې د ترويج موخه (( د ملي لږکيو د کلتور له منځه وړل)) او (( د اويغوري ژبې ځای ملي ژبې نيولی )) دي. دغه خبر غلط دی. که په امريکا کې ملي لږکي پر انګليسي ژبې زده کړې و نه کړي، دوی په دغه هېواد کې ژوند او پرمختګ نه شي موندلی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای