CRI Online

اسرائيل او فرانسه به د ستراتيژيک ډيالوګ ميکانيزم جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 11:47:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نېتانياهو د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په بيت المقدس کې د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک ډيالوګ ميکانيزم به جوړ کړي.

د اسرئيلو د حکومت مطبوعاتي دفتر د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه، په دغې اعلاميې کې ويل شوي چې نېتانياهو او مکرون په يادو خبرو اترو کې دا موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه به د سيمه ييزو تاودو مسئلو لپاره د ستراتيژيک ډيالوګ ميکانيزم جوړ کړي. ورپسې نېتانياهو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دا د اسرئيلو د بهرنۍ پاليسۍ د تعديل ډېر مهم کار دی او دغه ميکانيزم به د سيمه ييزو مسئلو په برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ نورې هم ټينګې کړي.

نېتانياهو په خپلو خبرو اترو کې له مکرون څخه وغوښتل چې پر ايران فشار واچوي او بنديزونه دې پرې ولګوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای