CRI Online

د شينجيانګ چارواکی: مذهبي تندلاري د شينجيانګ د ترهګريزو فعاليتونو سرچينه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 15:05:50

څه موده مخکې د چين د شينجيانګ حکومت مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د شينجيانګ حکومت د مطبوعاتي دفتر وياند علي جان عنايتي په دې غونډه کې وويل، مذهبي تندلاري د شينجيانګ د ترهګريزو فعاليتونو سرچينه ده.

علي جان عنايتي وويل، له مذهبي تندلارۍ څخه د ځوانو زده کوونکو د ساتنې لپاره په بېلا بېلو ښوونځيو کې ايديالوجيکی او سياسي تعليم ټينګ شوی، د قانون پوهنې درسونه پرانيستل شوي، زده کوونکو ته پکې د مذهبي تندلارۍ د خطرونو او زيانونو په اړه معلومات ورکړل کېږي تر څو له تندلارۍ سره زده کوونکي مخ نه شي. په عين وخت کې شينجيانګ کې د قانون له مخې په کلک ډول د مذهبي تندلارۍ او غيرقانوني فعاليتونو پر ضد مقابله تر سره شوې چې د زده کوونکو د سالمو لويېدو لپاره ښه چاپيريال برابر شوی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای