CRI Online

نړيوال ولې په داوس کې د چين اواز ته سترګې په لار دي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-01-23 15:54:01

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ۳ کاله مخکې په داوس کې په خپله وينا کې د نړيوال کېدو له بهير څخه ټينګ ملاتړ او د دې بهير هڅونه ياده کړه. د تېرو دريو کلونو له اقتصادي پرمختګ څخه ښکاري چې د رئيس شي جين پينګ قضاوت مناسب او د مسئلو د حل لارې چارې يې اغېزمنې دي. په داوس کې د ۲۰۲۰ کال د نړيوال اقتصادي فورم غونډه روانه ده او د چين اواز ته پکې توجه موجوده ده.

د چين د صدراعظم مرستيال هان جنګ په نوموړې غونډه کې وويل، چې د ټولشموليت او ورخلاصون په شکل د نړيوال اقتصاد ابادي د اقتصاد د نړيوال کېدو په اړه د ستونزو او مسئلو د حل اصلي لارې چارې دي او پر څواړخيزم ټينګارول پکې مرکزي ټکی دی. يادې څرګندونې تر ۳ کلونو دمخه د رئيس شي جين پينګ د وينا روحيې ته دوام ورکوي.

چين په داوس کې د ۲۰۲۰ کال د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې يو ځپل بيا د لا لوړې کچې د ورخلاصون مهم ګامونه بيان کړل چې په چيني بازارونو کې د بهرنيو سوداګرو پر پانګونو د محدوديت لا کموالي، د سوداګريز چاپيريال لا بشپړوالي، د ورخلاصون د نورو زياتو نمونوي سيمو ابادي او د څو او دوه اړخيزو همکاريو پياوړتيا پکې شامل دي.

نړيوال د نوموړې غونډې د پيل په درشل کې د چين اواز ته سترګې په لار وو. ځکه اوس نړيوال اقتصاد د ټيټوالي له دروند فشار سره مخامخ دی او د څو اړخيزم او جيوپوليتيکس نظام پر وړاندې بې ساري ننګونې شتون لري. د نړيوال اقتصادي فورم د نړيوالو مسئلو لارښوونکي سيبسيان بوکوپ وايي چې له هرې ننګونې سره په مبازره کې د چين لارښوونکي رول ته اړتيا شته او چين په ريښتيا دغه مهم رول لوبولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای