د جنترۍ له مخې سبا د خوک کال وروستۍ ورځ ده. د چين ميډيا ګروپ به د جنترۍ له مخې د موږک کال د رارسېدو او پسرلني اختر د نمانځنې لپاره يو لړ په زړه پورې پروګرامونه وړاندې کړي.
د چين د ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ننداره به په لومړي ځل په ژوندۍ بڼه د فلمونو په شکل وړاندې شي او د مرکزي تلويزيون د ويډيوګانو په ويبپاڼه او د مرکزي تلويزيون د اطلاعاتو د اې پي پي په شمول بېلا بېلو خبري ډګرونو کې به هم وليدل شي.
د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د نندارو په نوم فلم به د کنتونيس لهجې په شمول د څلورو چيني لهجو او د مغولي ژبو په شمول د پنځو ډولو لږه کيو قومي ژبو په وسيله وژباړل شي او په نورو بهرنيو ژبو ژباړل کېدونکي فلمونه به هم په راتلونکې کې خپاره شي.
سربېره پردې د چين مرکزي ولسي راډيو او د چين نړيواله راډيو به هم د دې اختر د نمانځنې لپاره ځانګړی پروګرامونه وړاندې کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |