CRI Online

د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا د پسرلني اختر د لمانځنې مېلمستيا تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-24 14:36:55

د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا د جنوري په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د لمانځنې مېلمستيا تر سره کړه. په دغه مېلمستيا کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه او د ګوند د مرکزي کميټې او دولتي شورا په استازيتوب يې د هېواد بېلا بېلو قومومو خلکو او د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو او تايوان وطنوالو او په بهر کې چينايانو ته د نوي کال مبارکۍ او نيکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې په نوي کال کې به موږ په هر اړخيزه توګه د نسبتا شتمنې ټولنې رامنځته کولو او د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره کوښښ وکړو تر څو لومړی سل کلن هدف ترلاسه کړو . دا د چيني ملت د عظيمي احيا په بهير کې ستر اهميت لري.

د شي جين پينګ په ګډون د ګوند او هېواد مشرانو په ياده مېلمستيا کې يو بل ته لاسونه ورکړل او د نوي کال مبارکۍ او نيکې هيلې يې وويلې. ورپسې هنرمندانو په زړه پوری ننداره ترسره کړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای