CRI Online

ترکي رسنۍ: چين د نړۍ په کچه د هنر فسټيوال پيلوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-24 14:41:49

په دې وروستيو کې د ترکيې لوی تلويزيون د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې د پېژندنې فلم اعلان وکړ.د ښکلی مرحلې ترتيب او تودې مېلمستېا فضا يې ډېر ترکي ليدونکي راجلب کړل. ترکي رسنۍ د "چين د پسرلني اختر په مناسبت ماښامنۍ ننداره به زر پيل شي" تر سرليک لاندې راپور خپور کړ . نوموړې رسنۍ په دغه راپور کې ويلي چې دغه ماښامنۍ ننداره نه يوازې په چين کې د هنر لويه ننداره ده ، بلکې په ټوله نړۍ کې هم د هنر لويه ننداره بلل کېږي.

د ترکيې NTV تلويزيون د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د 10 دقيقو يو ځانګړی راپور خپور کړ چې عنوان يې و "چين د سترې ماښامنۍ نندارې سره دوديز نوي کال ته هرکلی وايي". ياد راپور د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې عالي هنري څرګندونو او قوي علمي او ټېکنالوژيک نوښت په پام کې نيولی و.

(ليلا)


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای