د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روغتيا نړيوال سازمان د جنوري په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې د نوي کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د پام وړ بيړنۍ طبي پېښې په توګه نه ده ټاکل شوې.
د روغتيا نړيوال سازمان بيړنۍ کميټې د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه تر بحث وروسته خبر ورکړ چې دا به وختي وي چې نوی کورونا ويروس د اضطراري حالت په توګه اعلان کړي، لامل يې دا دی چې له چين څخه بهر پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر نسبتا محدود دی او د چين حکومت د دغه ويروس د مخنيوي لپاره يو لړ قوي او د کنټرول اقدامات پلي کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |