CRI Online

د امريکا په نيويارک کې د امپراطورۍ ودانۍ د چين د پسرلني اختر په وياړ رڼا ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-24 15:01:09

د جنوري د ۲۳مې نېټې په سهار په نيويارک کې د چين عمومي قونسل هوانګ پينګ او د امپراطورۍ ودانۍ چارواکي په ګډه د چين د پسرلني اختر په وياړ د رڼا ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي هوانګ پينګ په خپله وينا کې لومړی د امريکا په ختيځ کې ميشتو خلکو ته د نوي کال مبارکۍ او نيکې هيلې وړاندې کړې. نوموړي وويل چې د امپراطورۍ ودانۍ د چين د دوديز نوي کال د لمانځلو لپاره رڼا وکړه او ډېرو چينايانو ته يې خوښي ورکړه. امپراطورۍ ودانۍ چينايانو ته مينه، ليوالتيا او ملګرتيا و ښوده ، لازيات چيني سيلانيان يې دې ته وهڅول چې نيويارک ته لاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ او همکارۍ ته موثره وده ورکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای