د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جنوري په ۲۴مه نېټه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د هغه وړانديز په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل چې د
م م د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه تر سره شي.
د يوه خبريال پوښتنه دا وه: د جنوري په ۲۳مه نېټه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د عام قتل په اړه پنځم فورم کې د ګډون په ترڅ کې وړانديز وکړ چې د م م د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه تر سره شي. په دې هکله چين څه نظر لري؟
وياندې هوا چون اينګ وويل چې د م م د امنيت شورا د نړيوال ډله ييز امنيتي ميکانيزم کليدي برخه ده او د امنيت شورا پنځه دايمي غړي هېوادونه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره ځانګړی مسئوليت لري. هغې زياته کړه چې چين د روسيې له ياد وړانديز څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په دې هکله روسيه د امنيت شورا له نورو دايمي غړو هېوادونو سره د نظريو تبادلې وساتي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |