د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د نمانځنې لپاره د نندارې د پروګرامونو ليست د نندارو د وړاندې کولو نه مخکې تنظيم شوی او پکې په ځانګړی توګه د کورونا ويروس د مخنیوي او کنترول لپاره هغه پروګرام زيات شوی چې نوم يې دی،مينه د پل غوندې ده.
د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د نمانځنې په مناسبت به د چين د ميډيا ګروپ اړوندې نندارې او پروګرامونه نن شپه کتونکو ته وړاندې شي او د دې نندارو د پيل نه مخکې د اړوندو پروګرامونو ليست او په زړه پورې اعلانونه خپاره شوي دي.
د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د نمانځنې په مناسبت اړوندې نندارې په بېجينګ،د هه نان ولايت په جنګ جو ښارکې، د ګوانګ جو، هانکانګ او مکاو ترمنځ په لوی خليج سيمه کې وړاندې شي او پروګرامونه يې د کورونا ويروس د مخنيوي او کنترول،د بې وزليتوب د له منځه وړلو او د يوې شتمنې ټولنې له ابادۍ سره تړاو لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |