CRI Online

تبصره: د نوي کورونا وېروس خپرېدو د چينايانو پر روحيې اغېزه نه ده کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-24 21:59:40

نن يعنې د جنورۍ ۲۴ مه نېټه د چين د کرنيزې جنټرۍ له مخې د روان کال وروستۍ ورځ وه، چينايان د هر کال دغه ورځ ډېره مهمه بولي او په دې ورځ دخپلو کورنيو له غړو سره يوځای کيږي. د جنورۍ له لسمې نېټې څخه ځيني خلک بېرته خپلو ټاټوبو ته تللي او ځينو نورو پلان وکړ چې د پسرلني اختر په رخصتيو کې نورو ځايونو ته د سيل لپاره تللي. خو د دغه هېواد په وو هان ښار کې په لويه کچه د نوي کورونا ويروس د خپرېدو له امله د يادې ورځې د نمانځنې په اړه د خلکو ټاکلي پلانونه ګډوډ شوي، ‌ډېرو کسانو د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره خپل پلانونه بدل کړي او ډېرو ډاکټرانو خپلې کورنۍ پرېښودې او وو هان ته د کار لپاره تللي دي.

د چين حکومت هم پدې برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. د بېلګې په توګه له وو هان څخه د وتلو لارې يې بندې کړې او وو هان ښار ته يې يو ميليارډ يوانه مالي مرستې برابرې کړې دي.

چينايان له دغه ويروس سره د مبارزې لپاره ټينګه روحيه لري او باور لري چې په دې مبارزه کې به بريالي شي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای