د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د ۲۰۲۰م کال د پسرلني جشن ماښامنۍ هنري ننداره د جنورۍ د ۲۴مې نېټې په شپه شروع شوه چې د چين ميډيا ګروپ لخوا جوړه شوه. دغه ننداره په بېجينګ، جنګ جو او د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج په سيمه کې درې فرعی صحنې درلودلې او عنوان يې دی ( په ګډه دې د نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه شي او په خوشحالۍ سره دې پسرلنی جشن ولمانځل شي). په دغه ننداره کې سندرې، نڅاوې، لنډې ډرامې، کونفو، شعبده بازي او اکروباتيک وړاندې شوي دي. دغه راز، په دغه ننداره کې د کورونا ويروس د وقايي حالاتو، طبي کارکوونکو او عامو خلکو ته هم پاملرنه ورکړل شوه چې له دې څخه د دغه ويروس د وقايي کولو په برخه کې د چينايانو ټينګ هوډ څرګندېږي.
د ابتدائي شمېرنې له مخې، د همدې ورځې د شپې تر دوولسو بجو پورې په نويو خبري رسنيو کې د دغې نندارې د کتونکو شمېره ۱مليارډو او ۱۱۶ مليونو ته رسېدلی او کابو ۵۸۹ مليونو کسانو د ټلويزيونونو له لارې دغه ننداره وکتله. بر سېره پردې، څه باندې ۵۶۰ بهرنيو رسنيو د دغې نندارې په اړه خبرونه خپاره کړل چې له دې جملې څخه کابو ۲۴ مليونه او ۶۲۰ زره کسانو د يوټوب او فېسبوک له لارې دغه ننداره وکتله. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |