CRI Online

د چين د روغتيا او طبي چارو کمېټه: د کورونا پر ويروس د اخته شويو ناروغانو شمير ۱۲۸۷ ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-25 16:37:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا او طبي چارو کمېټې د جنورۍ په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې له صفر بجې څخه تر ۲۴ بجو پورې د ۲۹ ولايتونو، ښارونو او کورواکو سيمو له راپورونو سره سم د کورونا پر ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمير ۴۴۴ تنو ته رسيدلی او ۱۶ تنه مړه شوي دي. د ۳ تنو نورو درملنه شوې او له روغتون څخه رخصت شوي دي. د ۱۹ ولايتونو له راپورونو سره سم پر ۱۱۱۸ تنو د دغې ناروغۍ د اخته کيدو شک کېږي. تر اوسه پورې د هېواد ۳۰ ولايتونو، ښارونو او کورواکو سيمو د ناروغۍ وضعيت راپورونه ورکړي او چينګ های ولايت تازه پکې شامل کړای شوی.

بر سېره پر دې، د چين په هانکانګ کې ۵ تنه ، مکاو کې ۲ تنه ،تايوان کې ۳ تنه او په ټايلنډ کې ۴ تنه (۲ تنه بيا روغ شوی) ،جاپان کې ۲ تنه (۱ تن بيا روغ شوی) ، کوريا جمهوريت کې ۲ تنه، امريکا کې ۲ تنه، ويتنام کې ۲ تنه، سينګاپور کې ۳ تنه ، نيپال کې ۱ تن او فرانسه کې ۲ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای