CRI Online

چينايان د پسرلني جشن په وخت کې نړيوال خوراکونه خوړلی شي، د چين بازار په ښه حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-25 20:31:58

نن يعنې د جنورۍ ۲۵ مه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د لومړۍ مياشت لومړۍ ورځ ده، هم پسرلنی جشن دی. چين ته د زياتو خوراکونو په واردېدلو سره چينايان د پسرلني جشن په وخت کې نور نړيوال خوراکونه هم خوړلی او لاس رسی درلودلی شي.

په چين کې يو مليارد ۴۰۰ ميليونه خلک ژوند کوي، چې په دې نړۍ کې تر ټولو لويه د منځني عايداتو لرونکې ډله ده. په عين وخت کې چين د وارداتو د نورې پياوړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه خپاره کړي څو چې د غوره توليداتو د وارداتو لپاره اسانتيا برابره کړي. د دې ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ د برقي سوداګرۍ د چټک پرمختګ له امله چين ته د بېلا بېلو هېوادونو صادرات زيات شوي.

د يو لړ تدبيرونو له لارې د چين د ورخلاصون دروازه نوره هم پرانيستل شوې، د ستونزې د حل لپاره اقتصادي بنسټ هم ټينګ شوی دی. که څه هم د سږکال د پسرلني جشن په وخت کې د کورونا ويروس رامنځته شوی، خو دا يوازې لنډمهالی دی او د چين بازار په ښه حال کې دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای