CRI Online

د چين د سره صليب ټولنې د کورونا ويروس د وقايې په هکله د کابو ۳۶۶ مليونو ژن مين بي يوانو په ارزښت مالونه او بسپنې تر لاسه کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-26 16:15:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سره صليب ټولنې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې دغې ټولنې د جنورۍ د ۲۵ مې نېټې د شپې تر ۲۴ بجو پورې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول په هکله د کابو ۳۶۶ مليونو ژن مين بي يوانو په ارزښت مالونه او بسپنې تر لاسه کړې دي. له دې جملې څخه د درملو، طبي او وقايې توکو په شمول د مالونو ارزښت ۲۰ مليونو او ۷۰۷ زرو يوانو ته رسېدلی چې داسې مالونه به د تصديو لخوا په مستقيمه توګه د هو بې ولايت د سره صليب ټولنې لخوا ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شي. بر سېره پردې، له طبي کارکوونکو سره د مرستې، د طبي توکو د اخيستلو، د اړوندو روغتونونو د ابادۍ او د کورونا ويروس د وقايې په هکله د تصديو او شخصيتونو لخوا کابو ۳۴۵ مليونه يوانه بسپنې شوې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای