د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په ووهان ښار کې د امريکا د قونسلګرۍ د بندېدو د اعلان او د کارمندانو د ايستلو په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړ.
وياندې هوا چون اينګ وويل چې په وو هان کې د نوي کورونا ويروس له خپرېدو راهيسې چين سمدلاسه د روغتيا نړيوال سازمان او اړوندو هېوادونو ته د ناروغۍ د وضعيت په اړه خبر ورکړ او په دې اړه يې نژدې اړيکې ورسره ټينګې کړې.
هغې وويل چې امريکا پدې وروستيو کې په وو هان ښار کې د خپلې قونسلګرۍ د کارمندانو وتلو وړانديز وکړ. د نړيوالو مقرراتو او د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د چين له اړوندو مقرراتو سره سم ، چين به اړوند تدابير تر سره کړي او اړينې مرستې او اسانتياوې به برابرې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |