CRI Online

د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي د پسرلني جشن په مناسبت د چين د کلتوري ورځ فعاليت تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-26 16:39:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د پسرلني جشن په مناسبت د چين د کلتوري ورځ فعاليت تر سره کړ. چيني او افغان ښوونکو، زده کوونکو او په افغانستان کې د چين د سوداګريزې ټولنې او چيني سازمانونو استازو يو ځای سره د چين د کرنيزې جنترۍ د نوي کال لمانځنه وکړه.

د کنفوسيوس پوهنځي چيني مشر وې ګو چيانګ خبريال ته وويل، دغه فعاليت ډېر ارزښت لري. د چيني خوندورو خوارکونو د پخولو په بهير کې افغان زده کوونکو د چين د کلتور په اړه لا نور زيات معلومات تر لاسه کړل او د چيني ژبې زده کړې سره يې علاقه لا نوره زياته شوې ده. نوموړي وويل، د کنفوسيوس پوهنځی به په دوامدار ډول د پل رول ولوبوي چې د يو لړ کلتوري فعاليتونو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه تبادلې به زياتې کړي او د دواړو هېوادونو د دوديزې دوستۍ لپاره به اغېزمن خدمتونه وکړي.

د دې فعاليت په ترڅ کې د دې پوهنځي زده کوونکو د چيني ليک خطاطي، نقاشي او چيني کاغذ قيچي مهارتونه ښودل شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای