CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه يوه ځانګړه غونډه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-26 20:12:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې د جنورۍ په ۲۵مه نېټه يوه ځانګړه غونډه جوړه کړه او برخوالو په دغه غونډه کې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول کاري راپور واوريد او اړوند کارونه يې ترتيب کړل. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه.

په دغه غونډه کې پريکړه وشوه چې د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټه به يو ځانګړي کاري لارښوونکی ګروپ جوړ کړي او دغه ګروپ به د يادې کمېټې تر لارښوونې لاندې کار وکړي. د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټه به د هو بې ولايت په شمول هغو سيمو ته لارښوونکي ګروپونه ولېږي کوم چې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، څو اړوند کارونه پياوړي شي.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب له هغو طبي کارکوونکو او ملګرو څخه مننه څرګنده کړه چې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول په کارونو بوخت دي،د بېلا بېلو قومونو چارواکو او خلکو، په تېره بيا د هو بې ولايت د بېلا بېلو قومونو چارواکو او خلکو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې او د کورونا ويروس له امله د مړه شويو کسانو کورنيو ته يې خواشينۍ او خواخوږۍ مراتب کړل.

په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې اړوندې خواوې بايد په وخت او په دقيق او شفاف ډول د کورونا ويروس د خپرېدو او وقايې حالات او معلومات خپاره کړي، بايد د چينايانو او بهرنيانو لخوا د پاملرنې وړ مسئلو ته ځوابونه ورکړي، بايد د روغتيا نړيوال سازمان په شمول اړوندو سازمانونو، هېوادونو او سيمو ته او د هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو ته اړوند معلومات وړاندې کړي، څو د دې سيمې او ټولې نړۍ د روغتيايي امنيت د ساتلو لپاره لا ښې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای