د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲۶مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه، د نوي کورونا ويروس د خپرېدو د وقايي او کنترول د کارونو په اړه معلومات يې ورکړل، زياته يې کړه چې د ويروس د وقايي د مرکزي کاري ګروپ تر مشرۍ لاندې به د ويروس وقايې او کنترول ته لومړيتوب ورکړي اواوس تر خپلې اندازې پورې د وقايي او کنترول کارونه په ښه توګه تر سره کړي.
د زياتو او ښو تدبيرونو له تطبيق څخه دا څرګندېږي چې خلکو ته د لومړيتوب ورکولو تدبير مهم او غوره دی. د چين د دولت رئيس وويلي، د خلکو ژوند او روغتيا ته بايد لومړيتوب ورکړو، د ويروس د وقايي او کنترول کارونه بايد تر ټولو لومړی تر سره کړو. همدارنګه يې ويلي، چې بايد په جلا جلا توګه بېلا بېلو ځايونو ته د ويروس د وقايي او کنترول د کارونو په اړه لازمې لارښوونې وکړو، بايد تر خپلې اندازې پورې ناروغانو ته درمل ورسوو، بايد د قانون له مخې علمي او منظمې وقايي تر سره کړو او بايد په وخت او په شفافه توګه د ويروس د خپرېدو حالات خپاره کړو. ياد څلور (( بايد )) د اوسنيو سختو حالاتو لپاره ترتيب دی او هم د خلکو د امنيت او روغتيا د ساتنې لپاره مهم ټکی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |