د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د دولتي شورا صدراعظم او د نوي کورونا ويروس د وقايې لپاره د مرکزي کميټې د لارښوونې ډلې مشر لي که چيانګ د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د ناروغۍ د وقايې او د کارونو د کنټرول ترتيباتو په اړه د غونډې مشري وکړه.
غونډې په ګوته کړه چې د ګوند د بېلا بېلو کچو کميټې او د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارې بايد د ناروغۍ د وقايې او کنټرول پر جدي وضعيت ژور پوه شي ، د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي او پرېکړه کوونکي ، قوي ، منظم او علمي او بشپړ تدبيرونه ونيسي ترڅو د دې ناروغۍ خپرېدو مخه ونيسي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |