د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا او طبي چارو کمېټې د جنورۍ په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې له صفر بجې څخه تر ۲۴ بجو پورې د ۳۰ ولايتونو، ښارونو او کورواکو سيمو له راپورونو سره سم د کورونا پر ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمير ۷۶۹ تنو ته رسيدلی چې په کې ۱۳۷ سخت ناروغان شته او د هو بې ولايت ۲۴ ناروغان تازه مړه شوي دي. د ۲ تنو نورو درملنه شوې او له روغتون څخه رخصت شوي دي. پر ۳۸۰۶ تنو د دغې ناروغۍ د اخته کيدو شک کېږي. د جنورۍ د ۲۶مې نېټې تر ۲۴ بجو پورې د هېواد ۳۰ ولايتونو، ښارونو او کورواکو سيمو د ناروغۍ وضعيت راپورونه ورکړي چې له مخې يې د کورونا پر ويروس د اخته شويو ناروغانو شمير ۲۷۴۴ ته رسيدلی دی.
بر سېره پر دې، د چين په هانکانګ کې۸ تنه ، مکاو کې ۵ تنه ،تايوان کې ۴ تنه او په ټايلنډ کې ۷ تنه ،جاپان کې ۳ تنه ، کوريا جمهوريت کې ۳ تنه، امريکا کې ۳ تنه، ويتنام کې ۲ تنه، سينګاپور کې ۴ تنه ، نيپال کې ۱ تن ، فرانسه کې ۳ تنه او استراليا کې ۴ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |