د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا متقاعد باسکيټبال لوبغاړی کوبي براينټ د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د ۴۱ کلنۍ په عمر د دغه هېواد د کليفورنيا ايالت په جنوب کلاباساس ښار کې د چورلکې غورځېدو په پېښه کې مړ شو.
د لاس انجلس سيمې د امنيت ادارې دفتر چارواکي د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې ياده پېښه پر ځايي وخت د ۲۶مې نېټې سهار په ۹ بجو ۴۷ دقيقو د لاس انجلس ښار ختيځ ته نژدې ۵۰ کيلومترۍ کې شوې ده .د پېښې په وخت کې ، په الوتکه کې د کوبي براينټ او د هغه ۱۳ کلنه لور جينا په شمول نهه تنه سپاره وو،هېڅ څوک له دې پېښې ژوندي نه وتلي . د پېښې لامل په اړه اوس څېړنې روانې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |