CRI Online

په عراق کې لاريونونه د ۱۲ تنو د مرګ او ۲۳۰ ټپي کيدو لامل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-27 11:04:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پارلمان د بشري حقونو کميټې د جنورۍ په ۲۶ مه نېټه وويل چې په تېرو ۲ ورځو کې د عراق په پلازمېنه بغداد او جنوبي سيمه کې لاريونونو کې ۱۲کسان وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

لاريون کونکي چې د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په بغداد او د جنوب په څو ښارونو کې راغونډ شوي او د اداري فساد د لېرې کولو او په عراق کې د بهرنۍ سياسي لاسوهنې د پای ته رسولو غوښتنې کوي. د لاريون کونکو له پوليسو سره نښتې هم شوې چې له امله يې ۱۲ تنه لاريون کونکي مړه او د امنيت ساتونکو او لاريون کوونکو په ګډون ۲۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای