د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي د جنورۍ په ۲۶مه نېټه وويل چې همدا تېره شپه په عراق کې د امريکا پر سفارت راکټي بريد شو ،خو مرګژوبله يې نه ده اړولې.
د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره تاييد کړه چې پنځه راکټونه پر شنې سيمې لګيدلي ، خو نور جزئيات يې ورنکړل.
د عراق سرپرست لومړي وزير عبدالمهدي د خپلې ټولنيزې رسنۍ له لارې د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې د دا ډول غيرقانوني کړنو دوام به د عراق ګټو ته زيان ورسوي او د ټول هېواد لپاره به د جدي پايلو لامل شي. هغه څرګنده کړه چې د عراق حکومت به د ټولو ديپلوماتيکو ماموريتونو د ساتنې لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.
تر اوسه هېچا يا هېڅ ډلې د ياد بريد پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |